ads

د خوښیو په مراسمو کې د ګلانو پر ځای، اوس کتابونه ډالۍ کېږي

په ننګرهار کې ځوانان د خوښیو په مراسمو کې خپل ملګرو ته د نورو څیزونو پر ځای کتابونه ډالۍ کوي.

محمدخان بریال
21 غبرګولی 1399
د خوښیو په مراسمو کې د ګلانو پر ځای، اوس کتابونه ډالۍ کېږي

کتاب لوستل چې عالمان یې د یو هېواد د پرمختګ او خوښیو راز بولي اوس یې په افغاني ټولنه کې هم د دودېدو لپاره هڅې پیل شوي.
که څه هم پخوا به تر ډېره د ننګرهار په زیاتو سیمو کې ځوانانو خپلو همزولو ته د خوښیو په مراسمو کې ګلان او نور شیان د ډالۍ په هدف وروړل، خو اوسمهال د دغه دود د بدلون لپاره هڅې پیل شوي.
په دغه ولایت کې یو شمېر ځوانان وایي، اوسهمال تر ډېره لوستي ځوانان د خوښیو په مراسمو کې خپلو ملګرو ته د ګلانو او نورو ډالیو پر ځای کتاب ور وړي.
عزیز الله عزیز او عبدالقیوم ساپی هغه ننګرهار میشتي لیکوالان دي چې په وینا یې د خوښیو په مراسمو کې یې هم ملګرو ته کتابونه ډالۍ کړي او هم دوی ته کتابونه ډالۍ شوي دي.
«پخوا به اکثره د خوښیو په مراسمو کې ملګرو ډېرې قیمتي ډالۍ لکه ګلان او نور شیان ډالۍ کول، خو اوس دې دود بدلون کړی او خلک کتابونه د معالعې په موخه خپلو ملګرو ته ډالۍ کوي.»
عبدالقیوم ساپی د ځوانانو له لوري خپلو ملګرو ته د کتابونو ډالۍ کولو اقدام ستایي او هیله مند دی چې دا فرهنګ به په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود لا پیاوړی کړي.
«د کتابونو ډالۍ کول خپلو ملګرو ته یو ډېر ښه اقدام دی، ځکه دوی له همدې ځایه له مطالعې سره علاقه پیدا کوي او د کتاب لوستنې فرهنګ په دوی کې عام کېږي، چې دا د ټولنې د پرمختګ لپاره هم مهم اقدام دی.»
په همدې حال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی هم د کتاب د مطالعې د عامېدو په خاطر د ځونانو دا اقدام ستایي.
خوږیاڼی زیاتوي د کتاب لوستنې د فرهنګ په خپریدو کې به له ځوانانو سره هر ډول همکاري وکړي.
«دا یو ډېر غوره کار دی، که هر چا ته د خپل مسلک وړ کتابونه ډالۍ شي، دا به نوره هم ښه وي. موږ له دغو ځوانانو سره همکارۍ ته چمتو یو.»
په ننګرهار کې لوستي ځونان د دې لپاره د خپلو همزولو د خوښیو په مراسمو کې کتابونه ډالۍ کوي، چې د دوی په خبره په دې سره به د کتاب لوستنې فرهنګ پراختیا ومومي او هم د کتاب سره د مینې دود ژوندی ساتل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA