د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي کلید ته وویل، یاد کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي او ۱۵۱ تنه نور پر دې ویروس اخته شوي دي.
د هغه په وینا، د نوو پېښو په ثبتېدو سره په دغه ولایت کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر درې زره او ۸۶۶ تنو ته رسېدلی دی.
شېرزی زیاتوي، اوسمهال د دغه ولایت د کورونا ویروس په مرکزونو کې ۲۳۱ تنه تر درملنې لاندې دي، چې د ۱۰ تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په تول افغانستان کې تر ۲۰ زره ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۵۰ ډېر نور مړه شوي دي.