ads

خوستوال: غلام خان بندر دې د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي

کلونه کېږي چې د خوست اوسېدونکي او په عام ډول د هېواد سوداګر د خوست غلام خان بندر رسمي ترانزيټ ته سترګې په لاره او مسولین یې د رسمي کیدو ژمنې کوي، خو تردې دمه یې کومه خاص پایله نه ده لرلې.

بتختاجان بختیار
19 غبرګولی 1399
خوستوال: غلام خان بندر دې د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي

کله چې پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په شمالي وزیرستان د ضرب غضب په نوم عملیات پیل کړل، همهاله ورسره د خوست غلام خان بندر د خلکو د تګ راتګ ترڅنګ د بار وړونکو موټرو پرمخ هم وتړل شو.
که څه هم تر هغه راوروسته پر یاده لار ډېر کم ځله بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکړل شوې، خو تر ډېره دا لاره بنده او چاته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
ملي او سوداګر او سوداګرۍ خونې مسولین وایي، چې تر سپین بولدک وروسته غلام خان هغه لاره ده، چې د کراچۍ تجارتي بندر ته په ترټولو نېږدې واټن کې پرته ده.
په خوست کې یو تن قومي مشر او ملي سوداګر شهباز ګربز وايي، هغه بار وړونکي موټر چې په غلام خان بندر راځي، نبست نورو بندرونو ته په یوه موټر شاوخوا ۲۰۰ زره پاکستانۍ ګلداره د کرایې مصرف کم راځي، چې دا د توکو د نرخونو په کموالي مستقیما اغېز لري:
«پر دې لار پر یوه بار وړونکي موټر تر ۲۰۰ زره کلدارې کم لګښت راځي، چې دا ډېر توپیر دی او بله خبره دا چې نن سبا یې امنیت بلکل د ډاډ وړ دی، هېڅ مشکل نشته.»
د خوست د سوداګرۍ خونې رییس نواب امیرزی وايي، غلام بندر د دواړو هېوادونو له لوري په رسمي ډول پېژندل شوی، خو د رسمي ټرانزیټ چارې او تګ راتګ پرې ځنډول کېږي.
هغه وایي د دغه بندر ترانزیټ کېدل څو ګټې لري:
«یو خو د نږېدوالي خبره ده، بله مهمه داده، چې ددې لارې ګټه د افغانستان ترڅنګ د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم رسیږي او ترڅنګ یې اقتصادي، سیاسي او کلتوري ګټې هم لري.»
خوست والي حلیم فدایي وایي، ولایتي ادارې د غلام بندر ټولې تخنیکي چارې او پر وړاندې شته خنډونه په ګوته کړي او له مرکزي ادارې سره یې شریک کړي دي:
«موږ په ولایتي کچه ټول د تجارت او ترانزیټ اړوند کارونه، طرحې،فرصتونه او ستونزې نهایي کړې او اوس مهمه داده چې مرکزي اداره له ولایتي ادارې سره په ګډه کار ورباندې وکړي.»
په ملي شورا کې د خوست استازو لیاقت الله بابکرخېل او انجنیر هلمند هلمند چې په پاکستان کې د افغان سفیر عاطف مشعل سره یو ځای د خوست غلام خان بندر د ارزونې په موخې دې ولایت ته راغلي وو، وویل هرهغه څوک چې د دغه بندر د رسمي ټرانزيټ پر وړاندې خنډونه جوړوي، دوی به یې هېوادوالو او سوداګرو ته په نښه کړي.
انجنیر هلمند هلمند:
«غلام خان بندر زموږ ضرورت دی او د ولس مشر اولیت دی، ترهغې به یې پرې نږدو،څو چې مو دا لار ترانزیټ کړې نه وي.»
لیاقت الله بابکرخېل: “ځينې وخت د پاکستان له لوري ستونزې وي او ځينې وخت په افغان اداروکې، خو زموږ هدف دادی چې دا لار نور باید ترانزیټ شي، که چا یې مخالفت وکړ، ولس ته به یې په ګوته کړو.”
په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر عاطف مشعل که څه د چا نوم وانه خیست، خو وایي ځينې مافیایي کړۍ ددې بندر د رسمي ترانزيټ مخه نیسي.
د مشعل په خبره سره له ستونزو یې هڅې پیل کړي، څو غلام خان بندر د خلکو او بار وړونکو موټرو پرمخ په رسمي دول پرانیزي:
“ستونزې شته، خو اوس به د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د خوست وکیلانو او ولایتي ادارې سره یوځای شته خنډونه له منځه وړو او عملا به دا لار خاصوو.”
کلونه کېږي، چې د غلام خان بندر دواړو لورو ته د ترانزيټ په پار تاسیسات جوړ شوی، خو ګټه ترې نه اخیستل کېږي.
په سیمه کې د اقتصادي چارو شنونکي وایي، غلام خان بندر دهېواد له نورو بندورنو په پرتله ۴۶۱ کیلو متره کراچۍ بندر ته په نږې فاصله کې واقع دی.
د شنونکو په خبره چې ددې لارې رسمي ترانزيټ به نه یوازې د هېواد لپاره بلکې د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره هم ګټور تمام شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA