د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د یکشنبې په ورځ رسنیو ته په رالېږلي ویډیویي پیغام کې وویل، په کورونا ډېری اخته شوي کسان په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د ده په وینا، ۳۰ نور افغانان کورونا ویروس مړه کړي، ۴۵ ترې روغ شوي چې د مړو شمېر ۳۵۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۸۷۵ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.