ads

په ننګرهار کې په سل جریبه ځمکه د الویرا بوټي کرل شوي

د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې د کانال ریاست اړوند پر سل جریبه ځمکه له تېرو څو میاشتو راهیسې د الویرا بوټي کرل شوي دي.

جان اغا صالح
18 غبرګولی 1399
په ننګرهار کې په سل جریبه ځمکه د الویرا بوټي کرل شوي

د دغه ولایت د کانال ریاست مسولین اټکل کوي چې راتلونکی کال به هر جریب د درې سوه زره افغانیو په ارزښت حاصل ورکړي.
د ننګرهار د کانال رییس عبدالقهار حیدري په دغه ولایت کې د الویرا بوټي ترویج د کوکنار د کرکیلې ښه بدیل بولي او هم د ننګرهار اوبه او هوا د الویرا د کښت لپاره مناسبه ګڼي.
نوموړی وایي، د باغونانۍ برخې ته به نورهم پام زیات کړي او د الویرا تر څنګ به د نورو مېوه لرونکو باغونو په جوړېدو کې مرسته وکړي.
«موږ دوې میاشتې کېږي چې دا پروژه مو پیل کړې ده، یوې کمپنۍ د لومړي ځل لپاره په هرات ولایت کې الویرا کښت کړی او د ننګرهار اب هوا هم د دغه بوټي لپاره مناسبه ده.»
د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي، د الویرا بوټي یې د یوې کمپنۍ په مرسته له هرات ولایت څخه ننګرهار ته راوړي، چې په کښت سره یې لس ګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د الویرا په کرکېله بوخت بزګران خوښ دي چې په ولایت کې یې د لومړي ځل لپاره د الویرا بوټي کېنول کېږي.
«شاوخوا یوه میاشت کېږي چې د دغو بوټو کرل مو شروع کړي. خوشاله یو چې هم مزدوري کوو او هم هېواد ته خدمت کوو.»
الویرا بوټی په لومړي کال یو فصل او بیا په دویم کال کې څلور ځله حاصلات ورکوي چې په بازارونو کې په ښه قمیت پلورل کېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت هم وایي، الویرا بوټي په هرات، فراه، کندهار او بادغیس ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې ده

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA