د هغه د مرګ له امله د نړۍ په کچه لاریونونه پیل شوي او په زرګونه کسان د نژادي تبعیض او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د اسټرالیا په لوی ښار سډني کې هم په لس ګونه زره کسانو د پولیسو په قید کې د ځايي اوسېدونکو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.
دغه لاریونونه د هغو پولیسو پر ضد کېږي چې د یوه تورپوستي په وژلو تورن دي.
تورپوستي لاریون کوونکي ادعا کوي چې په امریکا کې اوس هم له هغوی سره دوه ګونی چلند کېږي.
د جورج فلویډ په نوم یو تورپوستی وروسته له هغه د پولیسو په لاس ووژل شو چې ساه یې بند شوې وه.
رسنۍ وايي، هغه د اوو دقیقو لپاره ساه نشوه ایستلی او پولیسو ته یې د خپل ژوند ژغورنې زارۍ کولې.