د دغه وزارت د ګډو ځواکونو د تازه رامنځته شوې قومندانۍ په اعلامیه کې دا خبره شوې ده.
اعلامیه زیاتوي چې تر دې وروسته بې اسنادو، زغروالو او بې جوازه موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه نشته.
په خپره شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د موټرو په باډۍ یا شاتنۍ برخه کې د ساتونکو کېنول او په غیررسمي وخت کې د دولتي موټرو ګرځېدا جدي منع ده.
امنیتي بنسټونو تر دې وړاندې هم په ځلونو د تورو ښیښو پر موټرو او د غیرقانوني وسلو په لرلو بندیزونه لګولي؛ خو تراوسه د کورنیو چارو وزارت اوامر د دې لپاره عملي شوي نه دي، چې د ولسي جرګې د ځینو غړو په شمول زورواکان داسې مقررات تر پښو لاندې کوي.
د کورنیو چارو وزارت د پخوا په څېر ویلي چې د تازه اعلان شوو مقرراتو د سرغړونکو په وړاندې به جدي ګامونه پورته شي.
ځینې ښاریان وايي، په ښار کې د تورو ښیښو او بې نمبرپلېټه موټرونو تګ راتګ او د بې جوازه وسلو ګرځول په پایتخت کابل او نورو ښارونو کې د ناامنۍ او تښتونو لپاره لار هواره کړې ده.