د ارزګان ولايت مقام وياند زړګی عبادي وايي، عزت الله لطيفي له تېرو درېيو کلونو راهیسي د سرطان په ناروغۍ اخته و، چې د درملني لپاره ګاونډي هېواد پاکستان ته وړل شوی و او تېره ورځ یې کور ته د راتګ پر مهال ساه ورکړې ده.
عزت الله لطیفي چې له تېرو درېيو کلونو راهیسي يې د ګېزاب د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله، وړاندي خبريال و او له بېلابېلو رسنيو سره یې کار کړی دی.