ads

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ زره او ۵۵۱ تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۹زره او ۵۵۱ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
17 غبرګولی 1399
په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ زره او ۵۵۱ تنو ته ورسېد

د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، په کورونا ډېری اخته شوي کسان په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د ده په وینا، ۱۸ نور افغانان کورونا ویروس مړه کړي، ۶۸ ترې روغ شوي چې د مړو شمېر ۳۲۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۸۳۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA