دا پرېکړه نن د جمهور رییس غني د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ په ارګ کې د کورونا ویروس د مخنیوي کمېټې د یوې طرحې پر بنسټ شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت معین وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د کویډ ۱۹ د مخنیوي په هدف د حکومت د نوې طرحې لومړی پړاو درې میاشتې دی، خو که د دې ناروغۍ مخنیوی ونه شي، د څه مودې لپاره به نوره هم وغځول شي.
د هغه په وینا، د دې طرحې له مخې دیني مدرسې، ښوونځي، شخصي او دولتي پوهنتونونه تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې رخصت اعلان شوي دي.
مجروح ټینګار وکړ چې ښوونیز او تحصیلي مرکزونه دې په انلاین ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په حضوري بڼه د پرانیستل کېدو اجازه نه لري.
د حکومت په نوې طرحه کې د واده او ورزش سالونونه او د فاتحې مراسم هم خپلو فعالیتونو ته دوام نه شي ورکولی، خو هوټلونه او کاپي شاپونه یوازې د ډوډۍ پخولو او تر کوره رسولو اجازه لري.