ads

په تاوتریخوالي کې د مذاکرو بحث

سره له دې چې د افغانستان د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد سفرونه لا هم دوام لري او دا دی د دغو سفرونو نوی پړاو يې پيل کړی، خو تر دې دمه یادو سفرونو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د افغانانو لپاره کومه ځانګړې او څرګنده نتیجه نه ده درلودلې او له دې کبله دا اندېښنه څرګندېږی چې د سولې دا پروسه لا نوره پسې ونه غځېږي.

کلید
17 غبرګولی 1399
په تاوتریخوالي کې د مذاکرو بحث
د قطر غونډه

د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او د نړۍ او سیمې یو شمېر هېوادونو ته بیا بیا سفرونه کړي؛ خو په داسې حال کې چې هر ځل د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنې او هيلې شوې، تاوتریخوالي لا پسې زیات شوي او ان تر دې بریده يې خلک نهیلي کړي چې په اوږده موده کې هم د سولې د ټېنګېدو تصور نه شي کولای.
په دې دور کې به خلیلزاد دوحې، اسلام اباد او کابل ته سفر کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې د دغه سفر په ترڅ کې به د بین الافغاني مذاکراتو د وخت په اړه د ښکېلو اړخونو هوکړه ترلاسه کېږي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له جمهور رییس غني سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د دغو مذاکرو احتمالي نېټه د جوزا ۲۶ مه ښودلې وه. داسې ښکاري چې امریکا ژمنه ده، څو ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي. خو اساسي خبره باید دا وي چې تر مذاکراتو مخکې د دغو مذاکراتو د موثریت لپاره باید ټولې هغه ژمنې ترسره شي چې تر مذاکراتو مخکې او د مذاکراتو په دوران کې له اهمیته برخمن دي. لکه د تاوتریخوالي پوره کمول.
ویل شوي چې د خلیلزاد په یاد سفر کې د تاوتریخوالي د کمولو مساله هم تر بحث لاندې موضوع ده، چې باید تر وروستي حده اور کم رعایت شي او کوم تړون چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی دی، د هغه په اساس ورکړل شوې ژمني عملي بڼه غوره کړي. د طالب بندیانو خوشې کول به د دغه سفر بله موضوع وي. هغه موضوع چې تر دې مخکې امریکا، روسیې، چين او پاکستان تېره اوونۍ په خپل څلور اړخېزه ويډیو کنفرانس کې پرې ټينګار وکړ.
که چېرته په رښتیني ډول د داسې سفرونو په نتیجه کې اورکم رامنځته شي، بندیان خوشې شي او د مذاکراتو لپاره لار هواره شي، افغانان به د هغه په نسبت خپله له لاسه ورکړې خوشبیني بېرته ترلاسه کړي او دا تصور به يې له منځه لاړ شي چې د سولې لپاره اقدامات يوازې د ځینو ډلو ټپلو او ښکېلو اړخونو د امتیازاتو لپاره دي او ممکنه نه بريښي چې افغانان په لنډ مهال کې سولې ته ورسېږي.
پورته مواردو ته په پام دا چې د زلمي خلیلزاد وروستی سفر څه نتيجې به له ځانه سره لري او ایا د اورکم او بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو په برخه کې به اثر ولري او که نه، هغه پوښتنې دي چې وخت به ورته ځواب ورکړي، دا خبره ځکه مطرح کېږي چې تراوسه د خلیلزاد سفرونو د اورکم او مذاکراتو د پیل په برخه کې کومه څرګنده نتیجه نه ده درلوده.
د افغانانو هیله داده چې نړیوال او په تېره د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د شوي تړون پر بنیاد مخته لاړه شي او د هر هغه حرکت په وړاندې چې د هر لوري له خوا ترسره کېږي او د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کوي، جدي غبرګون وښيي، هغه څه چې تراوسه پورې هېڅ نه تر سترګو کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA