په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د خواشینۍ په څرګندولو سره وایي، ټاکل شوې چې دی خپله د ایران یزد ښار ته ولاړ شي او دغه پېښه له نېږدې وڅاري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده پېښه کې درې افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم ایراني سرتیرو هغه ۵۰ افغانان سیند ته وغورځول چې غوښتل یې د مزدورۍ لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.
په هغه پېښه کې تر ۱۸ ډېر افغانان ووژل شول، ځینې یې ورک شول او یو شمېر نور بیا پر دې توانېدلي وو، چې ځانونه وژغوري.
افغان حکومت هم هغه وخت د دې پېښې د جدي څېړلو خبر ورکړی و، خو تر اوسه یې عاملین نه دي نیول شوي او څېړنې یې هم نیمګړې پاتې دي.