ads

دیني عالمان: په جګړه کې موږ وژل کېږو، خو ګټه یې نورو ته رسېږي

د پکتیا دیني عالم عین الدین له کلید سره په خبرو کې وویل، په هېواد کې وروستۍ وژنې، چې ملکي وګړي او دیني عالمان پکي په نښه شول، دوی يې په کلکو ټکو غندي.

خیرالدین ذکي
17 غبرګولی 1399
دیني عالمان: په جګړه کې موږ وژل کېږو، خو ګټه یې نورو ته رسېږي

هغه څرګندوي، دیني عالمانو تل رښتیا ویلي او په وینا یې په وژنو او ترور يې د هغه په قول څوک له حقې لارې نشي را ګرځولی.
«علما د هر تکفري هر غلام هر هغه بي دینه هغه خلک چې د دغه ملت دین، مذهب، عقیدې، کلتور او عنعناتو سرحد او پانګې غله دي، د دوی په مخ کې غټ دېوالونه دي او له خپلو خلکو نه يې تل دفاع کړې، هغه هم د قران او احادیثو په رڼا کې؛ نو طبیعي خبره ده چې دا به د دوی د سترګو خار وي.»
د پکتیا یو بل دیني عالم مولوي منیراحمد حقانې وايې، په هېواد کې روانه جګړه هېڅ توجیه نه لري.
نوموړي وویل، وسله وال طالبان دې له جګړې لاس واخلي، د سولې لار دې غوره کړي، ځکه چې په جنګ یوازي افغانان وژل کېږې، خو ګټه يې نورو خلکو ته رسېږي.
«دا نا ځوانمرده او دا غلط شوي خلک چې دوی وايې چې د دین غږ به مړ شي، نه مړ کېږې، خامخا چې عالم څوک شهیده وي، په هغه باندې نور علماا څومره چې دین او مذهب يې قوي وي، یو په دوه نور هم قوي کېږې.»
په پکتیا کې د دیني عالمانو د نننۍ غونډې برخوال قاري محمد ولي وویل، حکومت باید د ټولو خلکو او په ځانګړې ډول دیني علماوو امنیت وساتې .
هغه څرګندوي، د پکتیا عالمان په یوه خوله د جنګ له ښکیلو لورو په کلکه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د پردیو هېوادونو له لوري تپل شوې جګړه ودروي او د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.
«د مساجدو او مدارسو په امنیت کې عملي او کوټلي اقدامات ونه کړي، لوی ناورین به رامنځته شي او د علماو او روحانیونو له منځه تللو عامل به شي.»
د جنګ په ښکیلو غاړو یعني دولت او طالبانو باندې غږ کوو چې د صلحې مذاکرات شروع کړي، څو د سیمې استخبارات د سولې موضوع له خنډ او ځنډ سره مخ نه کړي او په افغانستان کې د جنګ او استبداد د تداوم ذریعه ونه ګرځي.»
یاده دي وي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو په بریدونو او چاودنو کې د نورو ملکي وګړو تر څنګ په پلازمېنه کابل کې د هېواد تکړه او جید عالم مولوي محمد ایاز نیازی په وزیرمحمد اکبر خان جومات کې دننه د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو؛ چې دې پېښې د خلکو ګڼ غبرګونونه هم را وپارول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA