ads

خوستي ځوانان: د سولې په پروسه کې دې موږ ته ونډه راکړله شي

خوستي ځوانان له افغان حکومت غواړي چې د سولې په پروسه کې دې ځوانانو ته پوره پام وکړي او د هغوی غوښتنې دې هم ومنل شي.

بختاجان بختیار
17 غبرګولی 1399
خوستي ځوانان: د سولې په پروسه کې دې موږ ته ونډه راکړله شي

د دوی په خبره، د ځوانانو فکرونه غوړېدلي، نو پکار ده چې د سولې په پروسه کې د ورګډېدو ترڅنګ یې په مهمو بستونو کې هم استخدام کړي.
د دغه ولایت یو تن ځوان حلیم وایي، ځوانان ددې وړتیا لري چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې اغېزمن رول ولري.
«مرکزي حکومت چې پر ځوانانو باور کړی او په مهمو څوکیو یې ګمارلي، ښه پایله یې ورکړې ده، نو اړتیا ده چې د سولې په برخه کې هم پوړه ونډه ورکړله شي.»
د خوست یو بل اوسېدونکی سیف الله حیات وایي، د تېرې نېږدې ۲۰ کلنې جګړې ډیری قربانیان ځوانان دي او په خبره یې پکار ده، چې د سولې په پروسه کې هم ځوانانو ته مهم رول ورکړل شي.
د حیات په خبره، د جګړې میدان د ځوانانو په وسیله ګرم ساتل کېږي، اوس دې د سولې بهیر هم د ځوانانو له لوري ګرم وساتل شي.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مدیر محمدافضل هم د ځوانانو یادې غوښتنې پرځای بولي او وایي چې بار بار د خوست ځوانان د دوی مدیریت ته ورغلي او په دې برخه کې یې غوښتنې او پیشنهادات ورسره شریک کړي.
خوستي ځوانان داسې مهال یادې غوښتنې کوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر له هوکړې وروسته د بندیانو خلاصون او په تېر کوچني اختر کې اوربند سولې ته د خلکو هیلې ډيرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA