ads

موثر که غیر موثر اقدام؟

تبصره ۴ جون ۲۰۲۰

کلید
15 غبرګولی 1399
موثر که غیر موثر اقدام؟

په کابل ښار کې چې له ډېرې مودې راهیسې د ګڼو امنيتي او جنايي پېښو ښکار دی، د امنیت د ټینګښت او د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره هر هغه اقدام چې اغېزناک وي خلک هرکلی وايي، خو مهمه دا ده چې دغه اغېزناکتیا په عملي ډول احساس شي او د خلکو بشپړ باور خپل کړي. که چېرته په دې یرخه کې په ڼولو باندې قانون په یو ډول تطبیق نه شي، د ځواکونو ترمنځ لازمه همکاري موجوده نه وي او استخباراتي او کشفي فعالیتونه زیات نه شي يوازې د ګډو ځواکونو د قوماندانۍ په نامه نشکیلات رامنځته کول امنیت نه شي ښه کولای.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت د کابل ښار د اوسني ناسم امنیتي وضعیت ته په کتو پرون د ګډو ځواکونو قومانداني رامنځته کړې چې مشري به يې د کابل امنیه قوماندان کوي او مرستیالان به يې د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست له خوا ورپېژندل کېږي.

د دې ګډو ځواکونو دنده په کابل ښار کې د امنيتي وضعیت ښه کول او له جنايي جرمونو سره مبارزه ښودل شوې چې تر دې مخکې دا چاره یوازې د کورنیو چارو وزارت په غاړه وه او د کابل امنیې قوماندانۍ دنده وه.

د قوماندې دا ګډ ځواک وروسته له هغه رامنځته کېږي چې کابل ښار یو ځل بیا سره له دې چې کورونايي وضعیت ځپلی دی، امنیتي او جنايي جرمونو په کې زور اخیستی او ورځ تر بلې خلک يې پر امنیتي خوندي توب بې باوره کړي او مسوول امنیتي ارګانونه د جنايي جرمونو پر نه کابولو ګرم ګڼي.

کابل ښار له یو کال راهیسې له شدیدو امنیتي او جنايي پېښو ډېر زیات رنځ وړي، هره ورځ غلا او شوکې کېږي، سړي تښتونې او هدفي وژنې کېږي. په دې موده کې د ګڼو خلکو شکایت دا و چې اکثره پېښې په داسې سیمو کې شوې دي چې حتی د پولیسو پوستې يې په څېرمه کې وې.

په تېر څه باندې یو کال کې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره د کورنیو چارو وزارت له خوا ځينې هڅې وشوې چې حتی ښې پایلې يې هم لرلې، خو په خواشینۍ سره چې یادې هڅې مقطعي وې او لکه څنګه چې تمه کېده په بشپړ ډول اغېزناکې تمامې نه شوې.

اوس چې په دغه ښار کې د امنیت د لا ټينګښت او د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ګډو ځواکونو قومانداني رامنځته شوې، لومړی دا تمه کېږي چې دوامداره بڼه ولري او ورسره هڅې يې باید اغېزناګې وي. پرته له دې د دې ځواک شتون به بې ګټې وي. ځکه تر دې مخکې چې کومو ځواکونو دا دنده لرله د ناکامۍ یو علت يې دا و چې هڅو يې پوره اغېزناکتیاوې نه لرلې.

که چېرته ګډ ځواکونه لکه څنګه چې تمه ښودل کېږي، د پوره همغږۍ له لارې د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي نو هر اقدام به يې مثبتې پايلې ولري او خلک به بېرته امنیتي خوندیتوب احساس کړي. که دغه خوندیتوب څومره ژر احساس شي، بې له شکه چې ولس به په خپله د امنیتي خوندیتوب د ساتلو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري کوي. دا تجربه موږ هغه وخت ښه احساس کړ چې کابو څه باندې یو کال مخکې د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر جنایتکارانو لستونه خپاره کړل او خلکو د هغو د څېرو په افشاکولو او نیولو کې خپل چمتو والی وښوده.

اوس هم که چېرته د عملي اقداماتو له لارې خلکو ته ډاډ ورکړل شي، خلک به يې ملاتړ کوي او خپله همکاري به ورنه و نه سمپوي.

له دې ټولو خبرو دا نتیجه اخیستی شو چې د ګډو ځواکونو د قوماندانۍ د کامیابۍ راز يوازې پر هڅو نه بلکې د هڅو پر اغېزناکتیا باید متمرکزه وي او د خلکو د امنیتي خوندیتوب د مرکز په نوم وپېژندل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA