پرون په ارګ کې جمهور رییس محمد اشرف غني د ښار جوړونې او ځمکو، عامې روغتیا او د ښځو چارو وزارتونو سرپرستان او نوماندان معرفي کړل او تر هغې چې د ولسي جرګې لخوا د باور رایه ترلاسه کوي دوی به د سرپرستانو په توګه دندې ترسره کوي.
جمهور رییس د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته محمود کرزی، د روغتیا وزارت لپاره یې ډاکټر محمد جواد عثماني او د ښخو چارو وزارت ته یې حسینه صافۍ معرفي کړې ده.
همدارنګه اجمل احمدي یې د افغانستان بانک ریاست ته رسماً نوماند معرفي کړی.
دا لا معلومه نه ده چې ولسي جرګې ته به نوي نومول شوي وزیران کله معرفي کېږي او ترڅنګ به څه وخت ولسي جرګې ته خپل پلانونه او پرګرامونه وړاندې کوي.
د نوماند وزیران داسې مهال وړاندې کېږي چې څو ورځې وړاندې ولسي جرګي له حکومت څخه دنوې کابینې پر ژر معرفي کېدو ټینګار کړی و
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ