د افغانستان د سینما او تیاتر مشهور ممثل حشمت الله فنایي د ۷۲کلونو په عمر د شکر ناروغۍ له کبله ومړ.
مسعود فنایي چې د حشمت فنایي زوی دی په خپله فیسبوک پاڼه ویلي، چې له ډېرې مودې راهیسې یې پلار د شکر په ناروغۍ اخته و او نن د لوړ فشار له کبله ومړ.
ویل کېږي حشمت فنایي له ۵۷کلونو راهیسې په فلمونو او تیاتر کې کار کول، چې زیات مینه وال یې لرل او له همدې لارې یې خلکو ته خدمت کاوو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ