د ننګرهار په لابراتوار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۸۷ شکمنې نمونې معاینه شوي چې له ډلې یې د ننګرهار له ۶۷ سمپلونو څخه۵۴ مثبت شوي ۴ منفي او ۹ د بیا ځلې کتل شوي.
د کونړ له ۲۰ نمونو یې ۱۵ مثبت او ۵ نورې منفي شوي دي.
د معالوماتو له مخې تر دې دمه په ننګرهار کې له ۱۶۶۵ نمونو څخه یې ۸۹۲ مثبت شوي او ۳۷۱ منفي او ۲۱ تنو بیا خپل ژوند د کرونا له امله د لاسه ورکړی.
ډاکتران خلکو ته توصیه کوي چې روغتیایي لارښوونې دې په پام کې ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ