په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۶ نیم میلیونه اوښتی

د کرونا وېروس ورځ تر بلې خلک په بېلابېلو هېوادونو کې نیسي، چې اوس په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر شپږ نیم میلیونه څخه اوښتی دی.