د روغتیایي بنسټونو د معلوماتو له مخې تر دا مهال له دې ناروغۍ څخه ۳۸۰زره خلکو خپل ژوند بایللی دی او همدارنګه له دې وېروس څخه بیا زرګونه خلګ بېرته روغ شوي هم دي.
امریکا ته ورځو هلته په دې وېروس د اخته کسانو شمېر کې بدلون راغلی، د راپورونو په اساس امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نېږدې دوو میلیونو ته رسېږي او هلته له دې وېروس څخه د مړه شویو کسان شمېر بیا ۱۰۹زرو څخه پورته شوی.
ایران کې ۱۶۱زره وګړي پر دې ناروغۍ اخته شوي دي او په همدحال کې ترې له اتو زرو ډېر کسان قرباني شوي هم دي.
پاکستان کې هم مثبتې پېښې زیاتي شوي دي هلته له ۸۴زرو څخه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي او همدارنګه له دې ناروغۍ څخه بیا تر زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
نړۍ کې د کرونا ناروغۍ څخه نېږدې یو نیم میلیون وګړي روغ شوي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

