ads

په لوګر کې له مرمیو ډک موټر ونیول شو

د لوګر امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې له مرمیو څخه د ډک موټر د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
14 غبرګولی 1399
په لوګر کې له مرمیو ډک موټر ونیول شو

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې د نجیب الله په نوم له یو تن سره په موټر کې د درنو وسلو مرمۍ ونیسي.
د هغه په وینا، نیول شوي کس په مازدا ډوله موټر کې ۳۳ بکسې د زیکویک او درې بکسې د دهشکې مرمۍ ځای پر ځای کړې وې، چې د پولیسو له لوري تر پېژندلو وروسته ونیول شوې.
احمدزی زیاتوي چې په دې سره په یاد ولایت کې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شوه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA