ads

په ختیځ کې کورونا ناروغۍ سل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي

په ختیځ کې د کورونا ویروس په رامنځته کېدو او د خصوصي ښوونځیو په تړل کېدو سره شاوخوا یو لک زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

جان اغا صالح
غبرګولی 14, 1399
په ختیځ کې کورونا ناروغۍ سل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي

د خصوصي ښوونیځو څښتن چهار شنبه د ننګرهار پوهنې ریاست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي و او له حکومت یې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوله.
دوی له حکومت وغوښتل که ورته د فعالیت اجازه ورکړل شي، د روغتیایي لارښوونو په پام کې نیولو سره به خپل تدریسي بهیر مخ ته یوسي.
په ختیځ کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر رییس الحق ناصري وایي، د خصوصي ښوونځیو په تړل کېدو سره نه یوازې لس زره ښوونکي بې روزګاره شوي، بلکې په مالي لحاظ ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان هم لیدلی دی.
«موږ د ښوونځیو په تړل کېدو سره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان کړی، لس زره ښوونکي بې روزګاره دي او یو لک زده کوونکي بې برخلیکه دي.»
اعتراض کوونکو په یو پرېکړه لیک ګواښ وکړ، که حکومت ورته د ښوونځیو د فعالیت اجازه ورنه کړي، دوی به راتلوونکي اوونۍ په خپل سري ډول ښوونځي پرانیزي.
«پریکړه لیک: څرنګه چې په ټول هېواد کې د قرنطین له منځه تللی، نو پرېکړه مو کړې چې د راتلونکې اووني د شنبې په ورځ به د خپلو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیزو.»
په ورته مهال د پوهنې ریاست مسولین وایي، د تعلیمي بنسټونو د ملاتړې ادارې په توګه یې د خصوصي ښوونځیو ستونزه له پوهنې وزارت سره شریکه کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری ښوونځیو ته د پرانیستل کېدو او تړل کېدو پرېکړه له خپلې وسې پورته ګڼي، خو هیله مند دی چې د پوهنې وزارت به یادې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.
«که د خصوصي ښوونځیو غوښتنه دا وي چې ښوونځي به راتلونکې اوونۍ پرانیزي، موږ یې د تړل کېدو او پرانیستل کېدو واک نه لرو. که هر ډول ستونزه پیدا شوه، دا د خصوصي ښوونځيو په غاړه وي.»
په ختیځ کې داسې مهال د خصوصي ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه کېږي، کوي چې په ننګرهار کورونا ویروس تر بل هر وخت زور اخیستی، چې دا مهال په هر دویم کور کې په کورونا اخته کسان شتون لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA