ads

په خوست کې باد او باران خلکو ته مالي زیانونه اړولي

تېر مازیګر ناوخته د خوست د مرکز په ګډون د اسمعیل خېلو او مندوزیو، صبریو، یقوبیو او علیشېرو ولسوالیو په ځينو سیمو کې تیز باد او باران د یو شمېر خلکو کورونه نړولي، ونې ایستلې او د بزګرانو حاصلاتو ته یې زیان رسولی.

بختاجان بختیار
13 غبرګولی 1399
په خوست کې باد او باران خلکو ته مالي زیانونه اړولي

د دغه ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نظرمحمد خاورې کلید ته وویل، د کورونو د نړېدو ترڅنګ یې د بزګرانو هغه غنم هم له منځه وړي، چې له رېبلو وروسته په ځمکو کې پراته وو.
د خوست د والي ویاند طالب منګل کلید ته وویل، د یادو زیانونو د معلومولو او له خلکو سره د لاسنیوي په پار یې یادو سیمو ته د ولسوالانو په مشرۍ پلاوي لېږلي، څو له زیانمنو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.
د یادونې ده چې په خوست کې وخت ناوخت موسمي طوفاني بارانونه او د هغوی له کبله د خوړونو د اوبو ډيروالی او ږلۍ ډیر کله د بزګرانو حاصلخیزو ځمکو ته زیان اړوي او د هغوی د کال خواري له منځه وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA