ads

په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۰۵ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه یو میلیون، ۸۱۱ زره او ۳۷۰ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۱۰۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
13 غبرګولی 1399
په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۰۵ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له شپږ میلیونه اوښتی او ۳۷۵ زره ۵۲۶ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
د ایټالیا روغتیایي چارواکي وایي، د دغه وېروس له کبله هلته د مړو شمېر ۳۳ زره او ۴۷۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په بریټانیا کې ۳۹ زره ۱۲۵ ، په هسپانیا کې ۲۷ زره ۱۲۷، په فرانسه کې ۲۸ زره او ۸۳۶، په بلجیم کې ۹۴۸۶، په جرمني کې ۸۵۵۵، په ایران کې ۷۸۷۸ او په پاکستان کې ۱۵۴۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA