ads

د ناورین ګواښ

په وروستۍ میاشت کې د افغانستان په کچه پر کورونا وېروس چټک خپرېدو نړیوال سازمانونه اندېښمن کړي او وايي چې ښايي له دې کبله دغه هېواد له بشري ناورین سره مخ شي، خو په افغانستان کې خلک او حکومت چې پخپله دغه ګواښ په شدید ډول احساسوي، لا هم په مسوولانه ډول د هغه په وړاندې مبارزه نه کوي او د هر لوري له خوا هر اقدام تر ډېره بریده نمایشي وي.

کلید
13 غبرګولی 1399
د ناورین ګواښ

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې کورونا ویروس په افغانستان کې ډېر چټک خپرېږي او شاید دا هېواد له بشري ناورین سره مخ شي.
تر ډېره د تېرې مې میاشتې په اوږدو کې په کورونا ويروس د اخته کسانو د شمېر لوړېدو دا اندېښنه رامنځته کړې. په دغه میاشت کې هغه هم يوازې په کابل ښار کې چې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر په ډېره ټېټه کچه کې وه او له تر سلو نه رسېده، د قرنطین په یو ډول ماتولو سره، دغه شمېر آن ۲۵۰ ته هم پورته شو او د ټول هېواد په کچه بیا تر اووه سوو هم ورسېده. دا دی نن چې کوم رسمي ارقام په دې اړه خپاره شوي، په کې راغلي چې ۷۵۹ کسان تازه په دې ویروس اخته شوي دي. په دې ارقامو کې ۲۶۶ مثبتې پېښې د کابل او ۲۱۲ مثبتې پېښې د هرات دي چې له دې سره د مثبتو پېښو عمومي شمېر ۱۶۵۰۹ ته رسېږي. دې ارقامو ته په کتو تر پرون ۲۱۴ پېښې زیاتې شوې دي چې د قرنطین د نسبي ماتولو تر ورځې وروسته هره ورځ په زیاته کچه د دې پېښو د زیاتېدو شاهدان یو.
په ټولنیزو شبکو کې د کورونا ویروس په اړه خپاره شویو رپوټونو او انځورونو ته په کتو هم دغه وضعیت اندېښمنوونکی ښکاري. په ټولنیزو شبکو کې د افغان جاپان له روغتون څخه خپاره شوي انځورونه د ناروغانو د بې حده زیاتېدو راته وايي چې بې له شکه د کمو امکاناتو له کبله د ناورین تصور له حقیقت نه لرې نه ښکاري.
سره صلیب هم دغې موضوع ته اندېښمن کړی او وايي چې افغانستان د کورونا ویروس د نمونو د ټست لږه وړتیا لري او دا په دې معنی ده چې زیات خلک د معاینې او تشخیص نه پاتې کېږي.
سره صلیب همدا راز د څو لسیزو جګړو او شخړو په پام کې نیولو سره دا اندېښنه هم شریکه کړې چې په میلیونونه افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا له اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.
دې اندېښنو ته په پام دغه سازمان دې پایلې ته رسیدلی چې افغانستان د بشري ناورین سرحد ته نژدې شوی دی.
د سره صلیب سازمان اندېښنې په داسې حال څرګندېږي چې د کورونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره نړیوال بانک او امریکا له افغانستان سره د ملیونونو ډالرو د مرستې اعلان کړی؛ خو لکه څنګه چې ښکاري، د موجود ناسم مدیریت له کبله ګمان نه کېږي چې دغه مرستې په سم ډول مصرف شي، ځکه ډېری خلک د دغو مرستو د حیف و میل کېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي د پیسو د مصرف شوې کچې له ارقامو ښکاري چې د فساد لاس خلاص پرېښودل شوی دی.
په وروستي يوه میاشت کې د کورونا ویروس چټک خپرېدو ته په پام هم ولس او هم حکومت په مساوي ډول پړه دي. حکومت لکه څنګه چې ورته په کار ده، اساسي اقداماتو ته مخه نه کوي او د دوی دغه بې مدیریتي د ویروس د چتک خپرېدو یو اصلي عامل ګڼل کېږي. خلک هم لکه څنګه چې ښايي د دې ویروس د خپرېدو په وړاندې په پوره ډول بې تفاوته دي. دوی قرنطین او قرنطینی شرایط لکه څنګه چې يې تمه کېده هسې په نظر کې نه دي نیولي. دومره ګڼه ګوڼه چې نن و سبا په ښارونو کې لیدل کېږي، د کورونا ويروس تر خپرېدو مخکې هم نه وه لیدل شوې. جالبه خو لا دا چې ډېری خلک په ښارونو کې د ګرځېدا پر وخت له رسنیو سره په مرکو کې پر دغې ګڼه ګوڼې انتقاد کوي، خو دې ته ځير نه دي چې دوی پخپله هم هم د دې ګڼې ګوڼې جز دي او پخپله د کورونا ویروس د لا خپرېدو سبب ګرځي.
که چېرته حکومت او خلک په مساوي او مسوولانه ډول د کورونا ويروس په وړاندې مبارزې ته راونه وځي بې له شکه چې افغانستان به ډېر ژر له دې کبله له یو نه کنترولېدونکي ناورين سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA