ads

جمهور رییس غني او پامپیو د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو وغږېدل

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د سولې پر راتلونکو ګامونو، د بندیانو پر خوشي کېدو او د طالبانو او حکومت تر منځ د مذاکراتو پر پیلېدو خبرې وکړې.

محمدخان بریال
13 غبرګولی 1399
جمهور رییس غني او پامپیو د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو وغږېدل

دا خبرې، چې د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره شوې، پر جمهور رییس محمد اشرف غني او د هغه پر مرستیالانو سربېره، د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم شتون درلود.
د سرچینې په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ویلي چې هېواد یې د یو متحد، ډیموکراټ او امن افغانستان غوښتونکی دی او د همدغه هدف لپاره له افغان حکومت سره ګډ کار کوي.
د خبرپاڼې له مخې، جمهور رییس غني هم په دغو ویډیویي خبرو کې د سولې او ثبات لپاره د افغان حکومت تګلاره تشریح کړې او زیاته کړې یې ده چې باید د باثباته افغانستان لپاره لا ډېر کار وشي.
ارګ وایي، د دوی تر منځ د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو هم خبرې شوې، خو د یادو خبرو د پیلېدو نېټه او ځای نه دي روښانه شوي.
په ورته وخت کې دواړو لورو هوکړه کړې چې په نېږدې ورځو کې به د افغانستان د سولې پر نورو مواردو ګډ کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نااعلان شوی اوربند لاهم دوام لري او د دې تر څنګ دواړو لورو د یو بل د سلګونه بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA