ads

په کندز کې د ماین په چاودنه کې اووه ملکي وګړي ووژل شول

د کندز امنیتي چارواکي د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې پر یو زرنج موټرسایکل د ماین په چاودنه کې د اوو تنو د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
غبرګولی 13, 1399
په کندز کې د ماین په چاودنه کې اووه ملکي وګړي ووژل شول

د دغه ولایت د والي ویاند عصمت الله مرادي کلید ته وویل، پېښه پرون شپه ناوخته د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په جنګل باشي سیمه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې اووه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دی زیاتوي چې ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و او وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.
د مرادي په خبره، مړه شوي کسان د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې کندز ولایت ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.
که څه هم حکومت دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ماین چاودنې ډېرې شوې، چې د نظامي مسولینو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA