د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د سه شنبې په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې وویل، په کورونا ډېری اخته شوي کسان په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د ده په وینا، تازه پنځه نور افغانان کورونا ویروس مړه کړي، ۲۲ ترې روغ شوي چې د مړو شمېر ۲۷۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۴۵۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.