ads

په هرات کې د ټرافیکي پېښې په پایله کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي هلته د یوې ټرافیکي پېښې په پایله کې د ۱۱ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
غبرګولی 13, 1399
په هرات کې د ټرافیکي پېښې په پایله کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ د ادرسکن ولسوالي د پل رودګز په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي چې په شوې ټرافیکي پېښه کې څلور تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
د فرهاد په خبره، د ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د هرات ـ کندهار پر لویه لار په ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي وو.
که څه هم د دې پېښې علت معلوم نه دی، خو تر ډېره ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA