ads

په ننګرهار کې پر کورونا ویروس ۱۷۷ روغتیا پالان اخته شوي

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی.

جان اغا صالح
13 غبرګولی 1399
په ننګرهار کې پر کورونا ویروس ۱۷۷ روغتیا پالان اخته شوي

دا څرګندونې سه شنبه روغتیايي مسولینو د یو خبري ناستې پر مهال وکړې.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نصیر احمد دراني د کويد ۱۹ ناروغۍ د زیاتېدو لامل د خلکو له لوري د روغتیايي لارښونو په پام کې نه نیول، په لابراتوارونو کې د مواد او تجهیزاتو کمښت او په زیات شمېر د کورونا پر ویروس د ډاکترانو اخته کېدل یادوي.
«مونږ ډېر عامه پوهاوی کړی، خو بیا یې هم خلک روغتیایي لاروښونې نه عملي کوي. د امکاناتو نشت او د تجهیزاتو او د لابراتوري توکو کمبود هغه عوامل دي چې له امله یې پر کورونا د اخته کسانو شمېر زیاتېږي»
نوموړی وایي، تراوسه د ختیځ په کچه د ننګرهار په لابراتور کې د شاوخوا ۳ زره کسانو معاینات ترسره شوی او ۲ سوه نور یې تر پروسیس لاندې دي، چې له ډلې یې شل تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د عامې روغتیا رییس نصیر احمد درانی وایي، د کورونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې په ښار او ولسوالیو کې لازم تدابیر نیولي دي.
«مونږ دلابراتوار ظریفت نور هم لوړوو، د پي سي ار بل ماشین هم له کابل راوړل کېږي، چې دې سره به د معایناتو شمېر هم زیات شي.»
روغتیایي چاروکي تائیدوي چې ننګرهار کې د محرقې ناروغۍ د زیاتره ناروغانو د ټستونو نتیجې د کورونا مثبت وې.
په ننګرهار کې له کورونا سره د مبارزې مشر ډاکتر محمد اسمعیل ستانکزی وایي، تر دې دمه په ښار او ولسوالیو کې ۱۷۷ تنه روغتیاپالان د کورونا پر ویروس اخته شوي او د ۴۰ نورو یې معاینات تر پروسیس لاندي دي.
«د ننګرهار په حوزوي روغتون او ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې ۱۷۷ ډاکتران په کورونا ویروس اخته دي؛ چې دې حالت زمونږ کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.»
روغتیایي مسولین داسې مهال په ننګرهار کې د کورونا ناروغۍ پر زیاتیدو اندیښنه لري، چې تېره اونۍ جلال اباد ښار ته د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف تړل شوې لارې له نېږدې دوه نیمو میاشتو وروسته د موټرو د تګ راتګ پر مخ هم پرانیستل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA