ads

په خوست کې پولیسو په تېرو ۱۰ ورځو کې ۸ کړۍ ماینونه شنډ کړي

د خوست امنیتي چارواکي وايي، په تېرو لسو ورځو کې یې ۸ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

محمدخان بریال
13 غبرګولی 1399
په خوست کې پولیسو په تېرو ۱۰ ورځو کې ۸ کړۍ ماینونه شنډ کړي

د دغه ولایت له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرباڼه کې ویل شوي، دا ماینونه یې د خوست د مرکز په ګډون په اسمعیل خېلو، مندوزیو، ګربزو او علیشېرو ولسوالیو کې له منځه وړي دي.
دخبرپاڼې له مخې، یاد ماینونه د سیمو د خلکو په همکارۍ پيدا او شنډ شول.
د یادونې ده چې له اختر وروسته په دغه ولایت کې د ماینونو د ځای پرځای کېدو او نورو برخو کې تاوتریخوالی د پام وړ کم شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA