ads

په بلخ کې څلور تنه پر یوې مېرمنې د جنسي تیري په تور ونیول شول

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي هلته پر یوې مېرمنو د جنسي تیري په تور د څلورو تنو د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 غبرګولی 1399
په بلخ کې څلور تنه پر یوې مېرمنې د جنسي تیري په تور ونیول شول

هغوی زیاتوي، د قسیم په نوم یو تن له درېیو نورو کسانو سره د همدغه جرم په تور نیول شوی او تر دې وړاندې یې هم ورته جنایي جرمونه ترسره کړي دي.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، دغه کسان تېره شپه د پولیسو له لوري نیول شوي او دوه میله کلاشینکوفونه هم ترې تر لاسه شوي دي.
په بلخ کې یاد کسان پر داسې مهال نیول کېږي، چې اوس هم د هېواد په ګڼو سیمو کې جنایي جرمونه ترسره کېږي او هېوادوال امنیتي بنسټونه د داسې پېښو په مخنیوي کې پاتې بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA