نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه راپور تر خپرېدو وروسته ویلي، په افغانستان کې د سولې روانې هڅې له ګڼو خنډونو سره مخ وې، خو بیا هم د پام وړ پرمختګونه پکې رامنځ ته شوي دي.
دده په وینا ستونزې مني، خو په دې برخه کې پرمختګونه هم باید له پامه ونه غورځول شي.
د زلمي خلیلزاد په وینا، همدا اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله روانه ده، د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری نیول کېږي، په اختر کې اوربند وشو چې دا هر څه پرمختګ ښيي.
خلیلزاد د ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي چې پنټاګون امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه باسي، خو امریکا بیا هم ټینګار کوي چې د ځواکونو حضور او وتل له طالبانو سره د شوې هوکړې په عملي کېدو پورې تړاو لري.