دغه راپور د امنیت شورا د تحلیلي مرستې او د بندیزونو د څار ډلې لخوا چمتو شوی او د تېرې می میاشتې پر ۲۷مه دې شورا ته ورکړل شوي دی.
امنیت شورا زیاتوي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په پای او د ۲۰۲۰ کال په پیل کې له القاعدې سره ناستې درلودې او په خبره یې، په دغو غونډو کې د دوی پر عملیاتي پلانونو، تمریناتو او په افغانستان کې د القاعده ډلې غړو ته د ځای ورکولو په اړه خبرې شوې دي.
دا شورا وایي، د القاعده ډلې جګپوړي مشران د دې ډلې سلګونه جنګیالي او د نورو نړیوالو ترهګرو ډلو غړي لا هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره اړیکي پالي.
د امنیت شورا څرګندوي، که څه هم طالب وسله وال له امریکا سره د خپلو مشرانو هوکړې ته ژمن دي، خو بیا هم په دې ډله کې خپلمنځي اختلافونه شته او عمومي پیغام یې سخت دریځي ده.
د یادولو وړ ده چې افغان حکومت او وسله والو طالبانو د امنیت شورا د دغه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.