ads

سږکال په هلمند کې د مچیو له یوفارم څخه ۴۰۰۰کلیو ګرامه شات تولید شوي دي

دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښارکي د مچیو یوفارم چې یو ۱۲۰پورې صندوقونه لرې په کال کې ترې دوه ځلې شات ټولیږي چې هر وار ۲۰۰۰کلیوګرامه خالص شات بازار ته وړاندې کوي.

حضرت محمد روحاني
12 غبرګولی 1399
سږکال په هلمند کې د مچیو له یوفارم څخه ۴۰۰۰کلیو ګرامه شات تولید شوي دي

فارم لرونکي وایې چې دبازارد نشتون له کبله یې په ډیرټیټ قمیت پلوري .

بلخوا بیا د هلمند دکرنې دریاست چارواکي هم ددې فارم لرونکو خبره پرځای بولې خو وایې چې د کرونا وېروس رامنځته کېدو له امله دوی د بازارموندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ شول .

دهلمند په مرکز لښکرګاه ښار دبولان په څیړنیزفارم کې دمچیو دروزني یو فارم شتون لرې چې هغه  فارم دري تنو په شریک ډول جوړکړی دی .

ددې فارم مسول عبدالخالق کلید ته وویل چې په دغه فارم کې د مچیو د شاتو د راټولو په موخه ۱۲۰صندوقونه ورته اېښودل شوي دي چې پرهر کال کې ۲ځله ددې فارم څخه په زرګونه کلیوګرام  شات (خالص عسل ) ترلاسه کوي.

خونوموړی د بازارموندنې په برخه کې د کرنې د ریاست څخه غوښتنه کوې او وایې که چېرې بازار ورته پیدا شي نور خلګ به هم د مچیو فارمونو جوړولو ته وهڅول شي .

«خو داسې بازار نه لري چې مارکیټ ته وروړي نرخ یې معلوم نرخ دی چې دومره خرڅیږي دا موږ سوپر مارکیټو ته ورکوو، یو شمېر دواخانو ولاو ته یې هم ورکوو،بعضي په خپل شناخت باندې چې زموږ فارمونه ویني هغه راځي ماته وایې عسل راکړه موږ یې په چکانه ډول یوکلیو ۵کلیو ،۳کلیو چې د چا ضرورت وي مریض لري یابل اړتیا ولرې هغه ته یې ورکوو»

ددې فارم یو بل تن مسول فضل ربي هم وویل چې ددې فارم ټول صفا او خالص عسل دي او اته کاله کېږي چې په دې فارم کې کار کوي او د کارډیف موسېسې لخوا ورته هڅول شوی دی او ددې کار څخه ډېر زیات خوښ دی.

دوه وویل چې ددې فارم شات یې نور بهرنیو هېوادونو ته هم لېږلي دي .

«زموږ عسل واقیعآ له مشکل خلاص پاک عسل دي یاره که رښتیا درته ووایم دوبي ته مې هم استولي دي هندوستان ته ،پاکستان ته کوم کس چې داعسل وړي وي بیا ټېلیفون کوي وایې رایې وړه دکارډیف موسېسې یو دفتر و دلته هلمند کې واقیعآ کارډیف زموږ سره په اول کې زیاته مرسته وکړه داځکه موږ د فارمونه نه پېژندل دمچیو سره مو کومه علاقه نه درلوده»

بلخوا بیا دهلمند دکرنې او مالدارۍ رییس زلمي الکووایي، چې ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته  د مچیو د روزنې او درملو په برخه کې مرستې کوي .

دالکو په خبره چې دا بڼوال لویوفروشګاوته ورپېژنې خو کومه فروشګاه چې په پلازمینه کابل کې جوړېدا دکرنا ویروس د ناروغۍ د رامنځته کېدو له امله لغوه شوې ،بیاهم نوموړی ژمنه کوي چې د کرنې ریاست به دوی ته د بازارموندنې په برخه کې خپل هژ‎ېڅ راز هڅې ونه سپموي .

«دټولو فارم لرونکو سره ریاست زراعت تخنیکي برخې مخته ورسره وړي چې ارتیکا یې ظرفیت دی نوي فارمونه رامنځته کول اوهم دا ډول دوی ته دوا ورکول دي د بعضو امراضو په مچیو کې چې پیدا کیږې دهغوي په مقابل کې دې برخه کې عملآ دفارمدارانو سره کارشوی دی، د مارکیټنګ مسئله چې ده نمایشګاو ته دوی ورپېژنو،چې دوی د هلمند شاتو مختلفو نمایشګاوته انتقال کړي او هلته یې د نمونې په شکل کیږدي او غټ غټ قراردادونه واخلي او د هلمند ټوله شات په فروش ورسیږې »

الکو په داسې حال کې د مچیو فارم لرونکو ته د بازارموندنې په برخه کې ژمنه کوي چې په دې ولایت کې سږکال د شاتو په تولید کې د نور کلنو په پرتله ۷سلنه زیاتوالی راغلی دی .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA