د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، چې نن دوشنبه د دې ولایت له محبس څخه دوه طالب بندیان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان پر اساس خوشې شول.
نوموړی وایي، خوشې شویو بندیانو ژمنه کړې چې له دې وروسته به خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.
افغان حکومت وایي، چې تراوسه یې له زندانونو شاوخوا ۳ زره طالب بندیان خوشې کړي.
افغان حکومت له لنډ مهال ځنډ وروسته نن یو ځل بیا سل تنه طالب بندیان خوشې کړل
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ