د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۴۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵زره او ۷۵۰ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تازه اته افغانان له کورونا ویروس مړه شوي ، چې د مړو شمېر ۲۶۵ او د رغېدلو کسانو ۱۴۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۵ زره او ۲۰۵ تنو ته ورسېد
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ