کرونا ناروغۍ باندې په ټوله نړۍ کې له شپږ میلیونو زیات خلک اخته شوي دي او تر اوسه له دې وېروس څخه تر ۳۷۲زره کسان قرباني شوي دي.
امریکا کې تر دامهاله له یوه میلیون څخه زیات خلک پر دې وېروس اخته شوي دي، او هلته له دې وېروس څخه له ۱۰۶زره پورې خلک مړه شوي دي.
له امریکا وروسته په برازیل او روسیه کې زیات خلک پر دې ناروغۍ اخته شوي دي، برازیل کې له پنځه سوه زره زیات خلک پرې اخته شوي دي او روسیه کې بیا له ۴۰۰زره څخه خلک پرې ککړ شوي دي.
خو په ټوله نړۍ کې ددې وېروس څخه تر امریکا وروسته په ایټالیا او برازیل کې مړه شوي دي.
ایران هېواد کې ۱۵۱زره کسانو پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي او له دې ناروغۍ څخه ۷۷۹۷تنه مړه شوي دي.
پاکستان هېواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۹زره څخه اوښتی دی او هلته له دې وېروس څخه د قرباني شویو شمېره ۱۴۸۳تنو ته رسېدلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ