ads

مشرانو جرګه: بین الافغاني خبرې دې ژر پیل شي

د مشرانو جرګې په پرونۍ غونډه کې د سولې د هڅو پر چټګتیا او د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار شوی، ددې جرګې یو شمېر غړو پر حکومت او طالبان غږ کړی چې د سولې خبرو چټکتیا سربېره وخت ددې رارسېدلی چې بین الافغاني خبرې پیل شي او روان تاوتریخوالي ته د پای […]

شمس الرحمن شمس
12 غبرګولی 1399
مشرانو جرګه: بین الافغاني خبرې دې ژر پیل شي

د مشرانو جرګې په پرونۍ غونډه کې د سولې د هڅو پر چټګتیا او د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار شوی، ددې جرګې یو شمېر غړو پر حکومت او طالبان غږ کړی چې د سولې خبرو چټکتیا سربېره وخت ددې رارسېدلی چې بین الافغاني خبرې پیل شي او روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.

له دې خبرو سر بېره د جرګې یو شمېر سناتورانو په شمالي ولایتونو کې د د اعش وسله والې ډلې پر تازه تحرکاتو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې داعش ډلې په شمالي ولایتونو کې د وسله والو په جلب او جذب لاس پورې کړی.

دوی وایي، که د سولې خبرې له خنډ سره مخ شي نو ښایي داعش ډله پیاوړي کړي او سپین بیرغ به په تور بیرغ بدل شي، چې ورسره به جګړه دوه برابره زیاته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA