د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په حصارک ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو برید یې په شا تنبولی او پر مهال یې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې درې محلي پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی و.
نوموړی وایي، چې له پېښې وروسته تازه دمي افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلي چې د بریدونو پر مهال یې ۱۶ وسلوال طالبان وژلي او نهه نور ټپیان کړي دي.
خوګیاڼي زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو دوه قومندانان په نامه د عباس او ادریس وژل شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ