نن د جون میاشتې لومړۍ نېټه ده چې دا ورځ په سویس کې د ماشوم د خوندیتوب په هدف نومول شوې ده، ددې ورخې په مناسبت یونېسف د ملګرو ملتونو وجهي صندوق خبر ورکوي چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی .
د دې ادارې مطبوعاتي مسؤل احمد جان نوزادي رسنیو ته ویلي دي چې د کرونا وېروس له خپرېدو مخکې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ نه محروم وو، خو اوس ۹،۵ میلیونه نور ماشومان هم ښوونځیو ته له تګه لیرې پاتې دي.
د نوموړي په خبره اوس وخت کې شپږ لکه افغان ماشومان له سختې خوار ځواکۍ سره مخ دي، چې پر وخت درمنلنه ورته مهمه ده.
په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مطلوعاتو مشر ذبیح الله فرهنګ وایي، چې لاهم زرګونه ماشومان افغانستان کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې جکومت ورته خاصه پاملرنه نه ده کړې.
((افغانستان کې ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، له بده مرغه افغان حکومت د ماشومانو لپاره اساسي کار نه دی ترسره کړی، که څه د ماشومانو په قانون کې بهتري راغلې ده خو په عملي کولو کې ستونزې موجودې دي، ماشومان سخت کارونه کوي، تاوتریخوالي سره مخ دي، جنسي زورونه یې بل اړخ دی چې موږ ورته اندېښمن یو))
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، اوسمهال څه باندې دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې په کار بوخت دي چې له دې ډلې ۱،۲ میلیونهیې سخت یا شاقه کارونه ترسره کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ