ads

دارزګان اوسېدونکي: د امنيه قوماندانۍ د امنیت پخوانی امر دې خوشې شي.

دوه کاله وړاندې د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت پخوانی امر حاجي رحيم الله خان د حکومت لخوا د زورواکۍ په تور ونیول شو، چې لاهم په زندان کې دی، ځای اوسېدونکي اوس له حکومت د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

احسان الله ولسمل
12 غبرګولی 1399
دارزګان اوسېدونکي: د امنيه قوماندانۍ د امنیت پخوانی امر دې خوشې شي.

ارزګان کې لسګونه قومي مشران او فعالانو د دوشنبې په ورځ د يوه اعتراض په ډول راغونډ شوي او پر دولت نيوکه کوي چې ورسره د مور او مرۍ چلند کوي.

حاجي رحيم الله خان چې د وژل شوي پخواني امنيه قوماندان جنرال مطيع خان ورور او د ارزګان د امنيه قوماندانۍ د امنیت پخوانی امر و، کابو دوه کاله وړاندې د حکومت له لورې د زورواکۍ په تور ونيول شو چې لاهم په محبس کې دی.

ارزګان کې د دوشنبې په ورځ لسګونه قومي مشران،ځوانان او مدني فعالانو د يوې اعتراضیې غونډې پرمهال پر حکومت غږ وکړ چې نوموړی خوشې کړي.

دغه قومي مشران پر دولت نيوکه کوي او زیاته وي حاجي رحيم الله خان يې په غيري قانوني ډول نيولی دی.

دوی وايي دولت ورسره د مور او مرۍ چلند کوي او هغه کسان چې په افغانستان کې يې زورواکي کوله خوشي کړي او داروزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت پخوانی امر چې د زورواکي په نوم يې نيولي دی لاهم په محبس کې دی.

(((موږ د ارزګان ولسونه د افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ قومي مشر حاجي رحيم الله خان سره عدالت وکړي، ولسمشر! تاسو په افغانستان کې غټ غټ مجرمین خوشې کړي دي؛ خو رحيم الله خان چې هېڅ جرم هم نلري په غيري قانوني ډول په محبس کې ناست دی موږ غوښتنه کوو چې د قومي مشرانو په خاطر رحيم الله خان ژر تر ژره خوشې کړي)))

دغه کسان له دولت څخه غوښتنه کوي چې ژر ترژره دې رحيم الله خان خوشې کړي او ګواښ کوي که يې خوشې نه کړي دوی به د خپل حقه حقوقو لپاره په لويو لاريونونو لاس پورکړي او په دغه ولايت کې به د دولت فعاليتونه بند کړي.

دوی په هېواد کې يو ځل بیا پر ښکېلو غاړو د سولې او بیا پخلايني غږ هم کړ.

((موږ يو پرېکړه ليک جوړ کړی ده چې په کې له ولسمشر څخه غوښتل شوي لومړی دا چې رحيم الله خان دي خوشې شي دوېیمه داچې ولسمشر دې ياهم خپله ارزګان ته راشي او يادې هم يو باصلاحيت ټيم ارزګان ته د ستونزو د حل کولو لپاره راولېږي)))

رحيم الله خان چې ددغه ولايت د پخوانۍ امنيه قوماندان مطيع الله خان ورور دي په دغه ولايت کې يې به يې د خلکو شخړي په شخصې ډول حل کولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA