د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د یکشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، په تازه ثبت شوو پېښو کې ډېری یې په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د هغه په وینا، تازه اته افغانان له کورونا ویروس مړه شوي او ۲۵ بیا ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۲۵۷ او د رغېدلو کسانو ۱۳۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.