ads

ملي امنیت شورا په کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارمندانو برید وغند

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې شورا رهبري په کابل ښار کې د خورشید په نوم د یو خصوصي ټلویزیون پر کارمندانو برید په کلکو ټکو غندي او دا د بیان پر ازادۍ برید بولي.

محمدخان بریال
11 غبرګولی 1399
ملي امنیت شورا په کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارمندانو برید وغند

دا شورا زیاتوي، پر رسنیو او د بیا پر ازادۍ برید پر اسلام، انسانیت او بشریت برید دی او د شوې پېښې په تړاو به هر اړخیزه څېړنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون مازدیګر مهال د خورشید ټلویزیون د کارمندانو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې پېښه کې د یاد ټلویزیون دوه کارمندان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA