دغه وزارت وایي، د دوی د څېړنو په پایله کې معلومه شوه چې د سبحان په نوم کلینیک د فعالیت جواز نه درلود او پخپل سر یې فعالیت کاوه.
د وزارت په خبره، په سبحان کلینیک کې هېڅ مسلکي کارمند نه و او حکیم الکوزي هم د یوناني طب په برخه کې هېڅ سند نه درلود.
د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، د دوی د څېړنو په پایله کې یاد کلینیک تر نامعلومې نېټې وتړل شو او د حکیم الکوزي له خوا چې کوم درمل جوړ شوي، هغه هم د څېړنې لپاره لابراتوار ته وړل شوي او ډېر ژر به یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.
د یادولو وړ ده چې په کابل ښار کې د حکیم الکوزي په نوم د یوناني درملو یو طبیب ادعا کړې، چې ګواکي د کورونا ضد درمل یې جوړ کړي او تر اوسه سلګونه کسان ورسره ښه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هېواد کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ ۱۴ زره ۵۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې، ۲۴۹ تنه ترې مړه شوي او تر ۱۳۰۰ ډېر نور بیا ترې روغ شوي دي.