د وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه کسان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ونیول شول.
د وزارت په خبره، دغو کسانو په وسله والو غلاوو، وژنو او د خلکو په ځورونه کې لاس درلود.
سرچینه زیاتوي چې له یادو مجرمینو څخه پنځه میله تفنچې، دوه میله چره یي ټوپک او یو عراده غلا شوی موټر د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د کابل امنیتي چارواکي پر داسې مهال دلته د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې خبر ورکوي، چې لاهم د کابل په ګڼو سیمو کې وسله والې غلاوې، وژنې او ورته نور جنایي جرمونه ترسره کېږي او خلک یې اندېښمن کړي دي.