ads

د حکیم درملو ته هیلې؛ خو روغتیا وزارت یې د وېش اجازه نه ورکوي

د یکشنبې په ورځ سلګونه کسان له سهاروختي د ورځې تر وروستیو پورې د کورونا ناروغۍ د درملنې لپاره د درې څاڅکیو واکسینوترلاسه کولو په هدف د کورونا ناروغي د یوناني درمل جوړونکي طبیب حکیم الکوزي په تمه وو، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، که دغه درمل د کورونا لپاره ګټور هم وي، ترهغه چې د عامې روغتیا وزارت او نور نړیوال سازمانونه یې تایید نه کړي د وېشلو اجازه به یې ورنه کړي.

محمدخان بریال
11 غبرګولی 1399
د حکیم درملو ته هیلې؛ خو روغتیا وزارت یې د وېش اجازه نه ورکوي

د حکیم الکوزي په نامه یو یوناني ډاکټر دی چې له څو ورځو راهیسې په کابل کې د کورونا ناروغۍ درمل په وړیا توګه خلکو ته ورکوي او خلک ترې هم خوښ دي چې درمل یې د کورونا ناروغۍ د درملنې لپاره ګټور دي خو د عامې روغتیا وزارت یې د یکشنبې په ورځ د درملو د وېش مخه ونیوه.
دغه درملو ته یو شمېر په تمه کسانو کلید راډیو ته وویل، چې درمل یې دوی ازمایلي او له یو ساعت په کم وخت کې په ناروغ مثبت اغېز کوي.
د فیاض الرحمن په نامه یو تن کلید ته وویل:« تره ته مې سیروم او اکسېجن دواړه بند وو، حالت یې ډیر خراب و خو د جمعې په ورځ مو چې دغه درمل ورکړل په یوه ساعت کې یې پرې مثبت اغېز وکړ او اوس ښه دی، خو د عامې روغتیا وزارت د خپلې سوداګرۍ د دوام لپاره ددغه درملو د وړیا وېش مخه نیسي.»
خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح په یوه خبري غونډه کې وویل، تر هغه چې دوی ته د ملي او نړیوالو روغتیایي بنسټونو له خوا د دغه درملو ګټه د کورونا ناروغۍ لپاره ثابته نه شي نو دوېشلو اجازه به یې ورنه کړي:«که دغه درمل سل فیصده ګټور هم وي خو تر هغه د وېش اجازه نه ورکوي، ترڅو چې د عامې روغتیا وزارت او اړوند نړیوال بنسټونه یې په اړه نظر ورنه کړي، که ګټور وي نو موږ ژمنه کوو چې په تولید او وېش کې یې هر ډول همکاري کوو.»
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي، دوی د شنبې په ورځ دغه مرکز وتړلو خو د یکشنبې په ورځ بیا پرانیستل شو، نوموړی په ورته وخت کې له خلکو ګیله کوي چې ولې داسې درمل کاروي چې د هغه ګټور توب له علمي پلوه نه وي ثابت شوی:«موږ پرون دغه مرکز وتړلو خو له بده مرغه نن بیا پرانیستل شوی دی، زه د دې پرځای چې هغه حکیم ګرم وبولم، هغه زرګونه کسان ګرم ګڼم چې د عامې روغتیاوزارت له جواز او کوم علمي ثبوت پرته دغه درمل اخلي، موږ د امنیتي ځواکونو په همکارۍ هڅه کوو چې هم خلک او هم حکیم قانع کړو.»
خو له کورونا سره د مبارزې افغان بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا درمل د دغه بنسټ یوه غړي حکیم محمدالکوزي جوړ کړي او د ډاکټرانو، چارواکواو ملي شورا د غړو په ګډون ۳۸ زره کسانو ته ورکړل شوي چې پایله یې هم مثبته وه.
دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې د عامې روغتیا له وزارت څخه ګیله کړې چې د مرستې پرځای یې ورته ستونزې جوړې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA