د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳زره او ۶۵۹ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د جمعې په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې وویل، په تازه ثبت شوو پېښو کې ډېری یې په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د هغه په وینا، تازه ۱۱ افغانان له کورونا ویروس مړه شوي او ۵۰ بیا ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۲۴۶ او د رغېدلو کسانو ۱۲۵۹ تنو ته رسېدلی دی.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.