ads

د پکتیکا د مامورینو د ښارګوټي برخلیک لاهم نامعلوم دی

د پکتیکا اوسېدونکي عظمت کټوازي کلید ته وویل، د لس کلونو په تېریدو د مامورینو په ښارګوټي کې په حساب پنځوس نمرې هم نه دي جوړې شوې. هغه څرګندوي د یاد ښارګوټي په پیسو کې د وخت چارواکو په لویه کچه فساد کړی، د نمرو او مارکېټونو په بدل کې يې له خلکو تحویل شوې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 غبرګولی 1399
د پکتیکا د مامورینو د ښارګوټي برخلیک لاهم نامعلوم دی

د پکتیکا اوسېدونکي عظمت کټوازي کلید ته وویل، د لس کلونو په تېریدو د مامورینو په ښارګوټي کې په حساب پنځوس نمرې هم نه دي جوړې شوې.
هغه څرګندوي د یاد ښارګوټي په پیسو کې د وخت چارواکو په لویه کچه فساد کړی، د نمرو او مارکېټونو په بدل کې يې له خلکو تحویل شوې پیسې شخصي جېبونو ته اچولې، همدا لامل دی چې د ښارګوټي چاري ۹۰ سلنه لا هم پاتې دي.
«ډیر کلونه کېږې چې زه يې شاهد یم په هغه خپل حال باندې پاتې ده او په میلیونونو روپۍ يې لکه چې په دې اساس باندي را اېستل شوې هم دي، یو څه وخت د دې په دوسیه باندي ځیني کسان د تېرو والیانو په وخت کې په څارنوالیو کې دوی دوسیې لرلې او ورته معرفي شوي وو. دا ټوله د دولت بې کیفایتې او بې غوري ده تر څو چې دوی دغه کسان مجازات نکړي د مامورینو ښارګوټی پرمختګ نشي کولای ، دلته خلک سرماینه ګذاري نشي کولای خلک په ويره کې دي په همدې ويره کې دي چې دولت به دلته خدمات نکړي وړاندې ځکه د خدمات پیسې غلا شوې دي پټې شوې دي.»
د عبدالله او محمد خان په نومونو دوه مامورین وايي په لس کاله کې د یو کوچني ښارګوټي په سر نه رسیدل د دولت کمزوري او په چارو کې ناغیړي په ګوته کوي.
دوی وايې د ښارګوټې له بشپړیدو سره ښاري ژوند پراختیا پیداکوي، د نورو ولایتونو مامورینو او اوسیدونکو ته پکي اسانتیاوي برابریږي او د ښار بڼه ورسره بدلیږې.
هغوی څرګندوي هر څومره ژر باید له خلکو او سوداګرو وړل شویو پیسو باندي ښاروالي ریاست په ښارګوټي کې د سړکونو، ویالو او نورو برخو کارونه بشپړ کړي تر څو خلک د خپلو رهایشې نمرو جوړولو ته زړه ښه کړي.
«د مامورینو ښارګوټی له نن څخه لس کاله مخکي انتخاب شوی ده خو تر اوسه پوري يې لس فیصده کار هم نه ده ترسره شوی،د دې لس فیصدي کار او د لسو کلونو په تېریدو سره مانا داده چې دې ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
نو که چېرته د مامورینو یو عادي ښارګوټی په لسو کلونو کې نه تطبیق کیږې کمه هم نه، زیاته ناغیړي ده ځکه چې یو کار لس کاله دوام وکړي نو چې همداسي پسې پاتې شي امکان لري چې دا شلو او دیرشو کلونو ته ورسیږي نو تر هغه به دا مامورین چې دا اوس په دولت کې وظیفې ترسره کوي دا به تقاعد یا به تر تقاعد هم ور اوښتې وي.»
د پکتیکا ښاروال انجنیر عبدالکریم کټوازي له کلید سره په خبرو کې وویل لس کاله وړاندې د ښارګوټي مسولیت ده نه درلودو، خو وايې د هغه وخت چارواکو په دې برخه کې خورا ډير غفلت کړی دی.
نوموړی مني چې د ښارګوټي ۹۰ سلنه چاري لا هم پاتې دي خو زیاتوي چې خلک ورباندي حق لري او له هرې ممکنې لارې په ګټې اخېستنې سره به هغه کارونه بشپړوي چې په ښاروالي پوري اړوند دي.
«موږ به حتماّ خدمات اجرا کوو خلک پره موږ حق لري چې خدمات اجار نکړو زموږ د مامورینو ښارګوټی هم په مجهز ډول نه جوړیږي ، خو په نورو ولایتونو کې هم همداسي وي ارزان قیمت د داود خان په وخت کې توزیع شوی وو مګر پروسږ او هغه بل کال يې سړکونه پاخه شوو. دا خدمات به اجرا کیږې خو متاسفانه هغه وخت چې توزیع کیده په هغه وخت کې يې باید اساسي خدمات شوي وای، اوس دي ښاریان په خپله قضاوت وکړي ۱۱۰۰ نمرې څومره روپۍ کیږې دا اوس چې هییت ور ولیږې د مامورینو په ښارګوټي کې د پنځو لکو لسو لکو خدمات هم نه دي اجرا شوي له هغه وخته.»
د پکتیکا مامورینو ښارګوټی چې (۱۱۰۰) رهایشې نمرې او ګڼ مارکېټونه لري، له نن څخه لس کاله وړاندې يې پرانېسته شوې وه، ځايي خلک او سوداګر ځکه پکي نمرو او مارکیټونو جوړولو ته زړه نه ښه کوي چې تر اوسه يې په سړکونو، ویالو او نورو برخو کې د کارهیڅ څرک نه ترسترګو کیږې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA