ads

د هلمند ګڼ شمېر اوسېدونکي په کورونا اخته دي

سره له دې چې د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست هلته او په کلیوالو سیمو کې د کورونا ویروس په تړاو د عامه پوهاوي د رسولو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي ادعا کوي چې په ناوې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ګڼ شمېر کسان په کورونا ویروس اخته شوي او اوسمهال […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 غبرګولی 1399
د هلمند ګڼ شمېر اوسېدونکي په کورونا اخته دي

سره له دې چې د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست هلته او په کلیوالو سیمو کې د کورونا ویروس په تړاو د عامه پوهاوي د رسولو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي ادعا کوي چې په ناوې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ګڼ شمېر کسان په کورونا ویروس اخته شوي او اوسمهال په قرنطین کې دي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په یادې ولسوالۍ کې روغتونونه تړلي، هلته ډېر کسان په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي، خو د درملنې لپاره یې هېڅ امکانات نشته.
د دې ولسوالۍ د ښوونځي یو تن زده کوونکي فهیم دانش کلید ته وویل، که د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیا ته پام ونه شي، امکان شته چې ډېر کسان خپل ژوندونه له لاسه ورکړي.
«دلته او په ځانګړي ډول د ناوې په ولسوالۍ کې ډېر شمېر کسان کورونا ناروغۍ نیولي دي. اوسمهال په قرنطین کې دي او که یې روغتیا ته پام ونه شي، ژوند یې له خطر سره مخ دی.»
د یادونې وړ ده چې د هلمند د نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم ورته ادعاوې لري.
بلخوا، د هلمند د عامي روغتيا رییس عبدالاحد حازم وايي، دوی د کورونا ناروغانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستی، کلیوالو سیمو ته یې د څېړنې لپاره ټیمونه لېږلي او کوم کس چې کورونا ناروغي ولري، هغه روغتون ته رسول کېږي؛ هغه ادعا چې د هلمند د ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي یې ردوي.
«زموږ کار نیمګړی او سست نه دی. پنځه ټیمونه لرو، هغوی سیمو ته ځي او کوم کسان چې په کورونا ناروغۍ اخته وي، دوی ته پر وخت رسېدنه کېږي. د دې تر څنګ مو په ولسوالیو کې مسولینو ته د ټلیفون شمېر ورکړې، خو خلک په دې برخه کې بېغوري کوي.»
باید وویل شې تر ارزګان وروسته هلمند هغه ولایت دی چې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر پکې خورا کم و، خو اوس ځینې شمېرې ښيي چې هلته ۹۰ سلنه خلک په کورونا ویروس اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA